رویال جاري انفرادي حساب:

دا حساب د ځانګړو او لوړ پوړو خلکو د شخصي راکړو ورکړو لپاره دی. د دې حساب څښتن کولای شي په خپل حساب کې د پیسو پر بنسټ چې څومره وغواړي له خپل حساب څخه پیسې ویستلای شي.

 

د دې ځانګړیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره، موږ یو ځانګړی مدیر او د وي آی پي (VIP) اسانتیا لرو، چې په ټولو څانګو کې لومړیتوب لري او په لیکه کې د دریدو اړتیا نشته. موږ د دې حساب لرونکي په موخه د کورنیو او بهرنیو حوالو خدمتونه وړاندې کوو. د دې ځانګړي حساب اسانتیاوې، تخفیف او لګښتونه په لاندې ډول دي:

 

اسانتیاوې، تخفیفونه او فیسونه

• د دسې حساب پرانیستل، ساتل او د صورت حساب ترلاسه کول زموږ په ټولو څانګو کې وړیا دي؛

• دا ځانګړی حساب په افغانیو، امریکایي ډالرو او برطانوي پونډو پرانیستل کیږي؛

په هیواد دننه او بهر د پیسو د لیږدونې  (لیږل رالیږد) په لګښت کې ۲۰٪ تخفیف په پام کې نیول شوی؛

• د نړیوال ماسټر ډبټ کارډ د صادرولو اسانتیا وړیا ده؛

• پیرودونکی کولای شي په دې ځانګړي حساب کې بل کس شریک کړي.

د نامحدودو میاشتنیو صورت حسابونو وړاندې کول؛

• په کال کې یو ځل د سل پاڼیز چک بوک اسانتیا؛ که له دې څخه زیاتو ته اړتیا وي، د هر ۲۵ پاڼیز چک بوک ارزښت ۵۰۰ افغانۍ یا ۱۰ امریکایي دالره دی؛

• د انټرنټ له لارې د بانکوالۍ اسانتیا او له هرې راکړې ورکړۍ وروسته کورنیو ګرځنده شمیرو ته د پیغامونو استول؛

• په حساب کې د لږ تر لږه کچه پیسو ساتلو سربیره، د حساب پرانیستنې لپاره لږترلږه بیلانس ۲۵۰۰۰ امریکایي ډالر/ یورو/ برطانوي پونډ/ یا ۲ ملیونه افغانۍ دی؛

• د دې ځانګړي حساب څښتنان کولای شي د قانون په پلي کولو، پرته له کوم خڼډ څخه پیسې وباسي/ وسپاري.

• انفرادي پیرودونکي کولای شي د غوښتنلیک په سپارلو خپل شته شخصي حساب شاهي (رایل) حساب ته واړوي.

 

 

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.