د لوړعمره اشخاصوسپما حساب:

پیرودونکي (متقاعد دولتي کارکونکي، سوداګر او داسې نور کسان چې عمر یې ۵۰ کاله دی) د مالي ثبات په موخه په دې حساب کې پیسې سپموي. هرکله چې پیرودونکي وغواړي،  کولای شي زموږ له څانګو او صرافۍ خپلکاره ماشنونو له لارې له خپلو حسابونو څخه پیسې وباسي او یا په ټول هیواد کې د څانګو له لارې خپلو حسابونو ته پیسې واچوي.

 

د دې حساب شرایط، اسانتیاوې او ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

 

۱. دا حساب د هغو کسانو لپاره په افغانیو یا امریکایی ډالرو پرانستل کیږي چې عمر یې ۵۰ کاله یا له هغې پورته وي. د حساب پرانیستلو پر وخت د شخص عمر باید د یو باوري سند په وړاندې کولو سره وټاکل شي.

۲. د حساب پرانیستنه، بانکي کارډ، حساب ساتنه، پرلیکه بانکوالي وړیا ده؛

۳. صورت حساب په میاشت کې یو ځل وړیا دی؛

۴. پیرودونکي کولای شي زموږ له ټولو څانګو څخه په خپل بانکي حساب کې د پیسو د شتون سند ترلاسه کړي؛

۵. د ماسټر ډبټ کارډ صادرول وړیا دي؛ خو کلنی فیس یې ۴۰۰ افغانۍ/۵ ډالره دی.

۶. د صرافۍ خپلکاره ماشین څخه د پیسو ویستلو اسانتیا په ټول هیواد کې شتون لري؛ د یادو ماشینونو څخه هره ورځ د پیسو ویستل ۴۰ زره افغانۍ / ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دي؛

۷. په دې بانکي حساب کې لږ تر لږه د ټاکل شویو پیسو کچه ۱۰ زره افغانۍ / ۲۰۰ امریکایي ډالر ده؛ که چیرې ټاکل شوې کچه له دې کچې څخه کمه شي، پر حساب لرونکي ۳۰۰ افغانۍ/۶ امریکایي ډالره میاشتنۍ جریمه راځي.

۸. په میاشت کې تر ۱۰ ځلو د پیسو ترلاسه کول/ سپارل وړیا دي؛ له ۱۰ ځلو څخه ډیر، په هر ځل ۵۰ افغانۍ/ ۱ امریکایي ډالر لګښت راځي؛

 

 

د لا زیاتو لارښوونو لپاره، د پیرودونکي د خدمتونو (۱۵۱۵) شمیرې سره اړیکه وکړئ یا زموږ له نږدې څانګې څخه لیدنه وکړئ یا له "موږ سره اړیکه وکړئ" په برخه کې پیغام را و استوئ؛ زموږ ملګري به تاسو سره له یوې کاري ورځې وروسته ټیلیفوني وکړي او تاسو ته به لارښوونه وکړي.

 

اړیکه

د هرډول مرستې په پار زمونږ سره اړیکه وکړئ


بريښنالیک
customerservice@azizibank.af

ټیلیفون
+93 (0) 701 80 15 15 (نړیوال)
15 15 (کورنۍ)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.