جاري انفرادي حساب:


جاري انفرادي حساب

 

جاري انفرادي حساب د غوښتنیزو سپارنو یو ډول دی چې د حساب څښتن ته پدې حساب کې د بسنده بیلانس د شتون یا له دې حساب څخه د پیسو د یوې څرګندې هوکړه شوې کچې د ویستلو اجازه ورکول کیږي او همدارنګه نور سپارنیز حسابونه هم پکې ګډ بلل کیږي چې نه سپما سپارنې دي او نه هم موده ایزې سپارنې. جاري انفرادي حساب چې هر وخت په کاونټر/ بدیل چینلونو کې هغوی ته د لاسرسي وړ وي د سوداګریزو راکړو ورکړو اجازه نلري.

 

·         هر کس (افغان یا بهرنی) چې ۱۸ کاله پوره کړي وي یا له هغې پورته عمر ولري.

·         حساب په افغانیو/ امریکایي ډالرو/ یورو/ انګلیسي پوڼډو پرانیستل کیږي.

·         د ګډ حساب اسانتیا هم شتون لري.

·         د عزیزي بانک په ټولو څانګو کې هرځای د څانګه والې بانکوالي اسانتیا هم شتون لري.

·         د هرې راکړې ورکړې په موخه د خبرتیایي پیغام د لیږد خدمت هم شتون لري.

·         د انټرنټي بانکوالۍ وړیا اسانتیاوې.

·         وړیا حساب پرانیستنه.

·         د پیرودونکي وړیا پیژند کارډ.

·         په ټولو څانګو کې د بیلانس تاییدونې تصدیق شتون لري.

·         لږترلږه انفرادي حساب لپاره د ۱۰۰۰ افغانیو/ ۱۰۰ امریکایي ډالرو/ ۱۰۰ یورو/ ۱۰۰ انګلیسي پوڼډو ته اړتیا ده.

·         د بیلانس تاییدونې د تصدیق فیس ۲۵۰ افغانۍ/۵ امریکایي ډالره، یورو، انګلیسي پونډ دی.

·         جاري انفرادي حسابونو ته د لږ تر لږه پیسو سپارلو کچه ۱۰۰۰ افغانۍ/ ۱۰۰ امریکایي ډالره/ ۱۰۰ یورو/ ۱۰۰ انګلیسي پونډه ده. 

·         د حساب څخه په پیسو ویستلو او سپارلو کې کوم محدودیت شتون نه لري.

·         د جاري انفرادي حساب څخه په پیسو ویستلو/ سپارلو او ساتلو کوم لګښت شتون نه لري.

·         د جاري انفرادي حسابونو میاشتنی ساتندوی فیس: ۱۰ افغانۍ/ ۰,۱۰ امریکایي ډالر دی.

·         چک بوک اسانتیا (د بانکي چکونو کتابچه) په ټاکل شوي لګښت (۹۰۰ افغانۍ/ ۱۰ امریکایي ډالر) د عملیاتي برخې د آمر/ مرستیال له هوکړې وروسته چې ۲۵ پاڼې دی، شتون لري.

·         په ټول افغانستان کې پیسو ویستلو په پار د ATM یا د صرافۍ خپلکاره ماشین ۲۴ ساعته اسانتیا. ( دپیسو ویستنې کچه به د بانک د مقرراتو له مخې پلي کیږي.)

·         نړیوال ماسټر ډیبیټ کارډ اسانتیا، خپرول یې وړیا دي او کلنی لګښت یې ۴۰۰ افغانۍ/ ۵ امزیکایي ډالره دی.

·         په میاشت کې یو ځل وړیا صورت حساب.

·         دوه ګونی صورت حساب ۵ امریکایي ډالره، یورو، پونډه او ۲۵۰ افغانۍ.

·         د حساب تړلو فیس: ۵۰۰ افغانۍ/ ۱۰ امریکایي ډالر، یورو، انګلیسي پوڼډ.

اړیکه

د هرډول مرستې په پار زمونږ سره اړیکه وکړئ


بريښنالیک
customerservice@azizibank.af

ټیلیفون
+93 (0) 701 80 15 15 (نړیوال)
15 15 (کورنۍ)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.