د افغانستان
مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د مقرراتو سره سم د ګډې ادارې اصطلاح د مدیره هیئت، نظارهیئت، وڼډه لرونکي، پلټنې کمیټه او نورو شریکانو تر مینځ د اړیکو د یوې ټولګې معنی لري.
دا اړیکې، چې ډول ډول مقررات او هڅونو په ګډون هغه جوړښت چمتو کوي چې له همدې لارې د بانکونو موخې ټاکل کیږي، او د دې موخو د لاسته راوړو وسیلې او همدارنګه د څارنې فعالیتونه ټاکل
شوي دي. په همدې توګه، د ښې ګډې ادارې بنسټیز اړخونه د
ګډو جوړښتونو او عملیاتو روڼتیا، د مدیره هیئت ځواب ویل او د وڼډه لرونکو عمومي غوڼډې
ته د نظار هیئت ځواب ویل، د سپارونکو د ګټو خونديتوب، او د نورو پیژندل شویو وڼډه
والو د ګټو په پام کې نیولو سره د برخه والو په وړاندې د مکلفیتونو بشپړونه ګډون
لري.
واړه څلور ونډه وال ښه تجربه لرونکي سوداګر
دي چې په نړیواله کچه بیلابیلې زراعتي مځکې/ صنعتونه لري او د منظم نظارت له لارې
د نظار هیئت له غړو سره بانک د ټولو ښکېلو اړخونو ګټو د خوندیتابه لپاره لارښوونه کوي.
دا مهال د نظار هیئت د ۴ تنو نامتو مسلکیانو څخه جوړ دی، چې ټول د هیئت مشر په ګډون خپلواک مشران دي. د نظار هیئت مشر یو
هندی مسلکي دی چې له ۴۰ کلو ډیره تجربه لري او په هندوستان او افغانستان کې یې د پلټنې
په برخه کې په خورا لوړو پوسټونو دنده ترسره کړې ده. د هیئت بل غړی،
چې د امریکایی اتباعو څخه دی په افغانستان کې د امریکایی پوهنتون د اقتصاد په برخه
کې استاد وو. هغه وړ مسلکی کس دی چې په مالي برخه، اقتصاد او پلټنه کې خورا تجربه لري.
دریم غړی، یو هندی د هندي حسابونو او پلټنو خدمتونو رسمي مقام دی او د مالي شالید سره
د پلټنې په ترسره کولو کې بډایه تجربه لري. زموږ د هیئت څلورم غړی یو بریتانیایی دی
چې د بانکوالۍ، شتمنۍ مدیریت، بیمې او مقرراتو کې ۴۰ کاله تجربه لري چې د آسیا او اروپا
جغرافیه کې یې کار کړی.
د نظار هیئت ناستې هره میاشت په منظمو دمو (وقفو) کې ترسره کیږي. نظار هیئت د ټاکل شویو او دمخه مشخص شویو موخوسره سره د بانک کار او کړنه پداسې حال کې تصویب کړ چې په هرو اړوندو پیرامیټرو کې فعالیت او کړنه تحلیلوي. نظار هیئت د کورنیو
سمبالونو له بشپړ محدودیت څارنه کوي، پروسه یې جریان لري او استثنایی راپورونه نظارت
کوي.
نظار هیئت د بشپړې بیاکتنې وروسته د پالیسیو ټوله ټولګه تصویبوي چې دا په عملیاتو کې د انحراف په اړه هم پوښتنې
کوي. په منظمو دمو (وقفو) کې د نظارت ترسره کول دا ډاډ ورکوي چې بانک د ټولو ښکیلو اړخونو
ګټو ته پاملرنه کوي.
د پلټنې کمیټه اوس
مهال له ۳ غړو څخه جوړه
شوې ده. د پلټنې کمیټې مشر د پاکستان تبعه دی چې د پلټنې او محاسبې په برخه کې تر
۱۵ کلونو تجربه
لري. نور دوه غړي هندي او افغان دي او د ښې تجربې په لرلو سره ګمارل شوي محاسبین
دي او د نړۍ د څلورو غوره پلټنو شرکتونو سره یې کار کړی او یا کار کوي او/ یا د ملګرو
ملتونو/ نړیوال بانک د پروژو پلټنې کوي. پلټنې د کمیټې لخوا منظمې ناستې
ترسره کیږي او ټولې داخلي سیمې د کمیټې لخوا بیاکتل کیږي.
د خطر آمر CRO))، د داخلي پلټنې عمومي پلټونکی (CIA) او د قانون پلي
کونې عمومي مشر په خپلواک ډول کار کوي. د خطر آمر مستقیم بورډ
ته راپور ورکوي، د قانون پلي کونې عمومي مشر او د اطلاعاتو عمومي اداره د پلټنې کمیټې
ته راپور ورکوي.
د بانک مدیره هیئت له نامتو اشخاصو څخه جوړ دی چې د عامه پالیسۍ، ادارې، صنعت او سوداګریزې بانکوالۍ کې خورا تجربه لري. د بانک مدیره
هیئت مسلکي غړي لري چې په مناسب ډول د افغانستان بانک لخوا تایید شوي. غړي د تجربې
او ځوانانو څخه یو مناسب جوړ شوی ترکیب دی. پداسې حال کې چې د نظار هیئت لخوا منل شويو
پالیسیو پلي کول یقیني کوي؛ دوی د ځمکې او ښکیلو اړخونو قوانینو ته پوره پاملرنه کوي.
د بانک لوړ پوړي مسلکي کسان چې په هند او بهر کې د پام وړ تجربه لري د مختلف سوداګرۍ
او دندو مشري کوي او اجراییوي رییس ته راپور ورکوي.
د نظار هیئت او مدیره هیئت ته راپور ورکولو د بیلابیلو کمیټو ناستې په منظم ډول ترسره کیږي ترڅو د
بانکي موثر فعالیت شفافیت او پیاوړتیا یقیني کړي. بانک په دې پوهیږي چې د ښې ګډې ادارې په بیلابیلو مسلو کې دخیل دي، په ګډون د برخه
والو او بورډ غړو ته د معلوماتو افشا کول، د لوړ پوړو چارواکو حقوق، د مدیرانو تر مینځ
احتمالي شخړې، نظارت کونکي جوړښتونه او داسې نور برخه وال چې د اړوندو ارګانونو لخوا
د خپلو دندو په اجرا کې په مناسب ډول په ګوته کیږي.