مونږ څه یو؟

   

عزیزي بانک د نامتو نړیوالو رسنیو او نړیوال مشورتي شرکتونو لخوا د غوره او ګړندیو وده کونکو بانکونو په منځ کې پیژندل شوی، او په ټوله نړۍ کې یې څو نړیوالې ویاړنې ترلاسه کړي دي. بانک بیلابیل سوداګریز برخې وړاندې کوي چې پکې د پرچون او شرکتي بانکوالۍ، خزانې، د پیسو ورکړه او تصفیه، د ویسټرن یونین او دوامداره کړنلارو پر بنسټ د مسوولې بانکوالۍ له لارې، د پیرودونکو خدمتونو د مسوول نوښت ته وده روکوي.  

 

عزیزي بانک نړیوالې غوره کړنلارې، د لوړ معیار لرونکي خدمت کیفیت او عملیاتي وړتیا او خپلو ټولو ارزښتمنو پیرودونکو ته په لوړه کچه بانکوالي او مالي حل وړاندې کوي.

عزیزي بانک تر ۲۰۲۲ کال پورې "په نړۍ کې د غوره معیاري بانک جوړولو" اوږد مهاله ماموریت سره سره د افغانستان د مسلکي بانک په توګه په تدریجي توګه وده کوي.

 

د عزیزي بانک مدیریت یو ځوان او لوړ پوهه ټیم دی چې هدف یې په هیواد کې د بانکي سناریو بدلونه ده تر څو خپلو پیرودونکو ته ریښتیني مسلکي او په زړه پورې تجربه ورکړي. دا بانک د مدیره هیئت، نظار هیئت، خپلواکې پلټنې، خطر، قانون پلي کوني کمیټو په ګډون یو پیاوړی ګډ اداری جوړښت لري چې د عامو خلکو په ګډون ټولو برخه والو ته ځواک او باور ورکوي.

 

په بانک کې یو قوي منظم چوکاټ، د قانون پلي کونې او اطاعت کلتور شتون لري، چې د ښې ګډې اداري کړنې او ریښتینی مسلکي چاپیریال رامینځته کوي. بانک د ۲۰۱۸ کال په پای کې د پانګې د بسیا ۲۱،۲۴٪ خورا روغ تناسب ساتلی چې دا د دې ادارې د اصلي پیاوړتیا نښې دي. دا د زیات عاید او لګښت اغیزمنتوب سره د ودې لپاره خوندي او مؤثره پالیسي تعقیبوي او خطرات کموي. دا لوړ پانګه لرونکی بانک دی او سپارونکو ته مناسبه او مؤثره بانکي ټاکنه وړاندې کوي. د افغانستان مرکزي بانک سره د بانک تادیه شوې پانګه د ټولو بانکونو تر مینځ لوړه ده چې دا د بانک ټینګ بنسټ او قوي ګډه اداري تګلاره بلل کیږي.

بانک د بهرنیو مشورتي شرکتونو - الوارز او مارشال، یو اس ای، ارنسټ او یانګ، متحده عرب اماراتو او آی اف سي (نړیواله مالي مرسته)، متحده اماراتو سره بوخت دی ترڅو د ستراتیژیکو نوښتونو او د اجباري قانون پلي کونې ګډو اداري اړتیاو ارزونه کې مرسته وکړي.

بانک دا مهال په هند، ترکیه، هسپانیه، متحده اماراتو، ایټالیا او روسیه کې د بانکونو سره په هندي روپیو، امریکایي ډالرو، یورو، انګلیسي پوڼدو او عربي اماراتو درهمو خپلې بانکي اړیکې ساتي.

اړیکه

د هرډول مرستې په پار زمونږ سره اړیکه وکړئ


بريښنالیک
customerservice@azizibank.af

ټیلیفون
+93 (0) 701 80 15 15 (نړیوال)
15 15 (کورنۍ)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.