زمونږ د پیرودونکو پیژندیال، محصولات او خدمتونه


پیرودونکي: پرچون (انفرادي)، شرکتي، اداري، حکومت او سفارتونه

محصولات

§       سپماوې او جاري حسابونه په امریکایي ډالرو، افغانیو، یورو، او انګلیسي پوڼډو.

§       موده یي سپارنې په افغانیو او امریکایي ډالرو.

§       جاري شرکتي وی آی پي حسابونه.

§       د لوړ پوړو ښاریانو سپما حسابونه.

§       د ټیټ پوړو ښاریانو سپما حسابونه.

§       د معاش حسابونو صفر بیلانسه اسانتیا.

§       ماسټر ډبټ/ کریډت/ پریپیډ کارډ.

§       ای ټي ام کارډونه.

§       رفاه – د سوداګرو میرمنو لپاره پور.

§       د زده کونکي پور 

 

خدمتونه

 

§       د اسعارو د تبادلې خدمتونه – د بهرنیو اسعارو د تبادلې سوداګري.

§       د چک، بانکي سندونو، بیلونو او نورو سندونو جمع کونه.

§       د پیسو ورکړې حواله/ نغده حواله/ د بانکرونو د چکو صادرونه.

§       د سویفټ له لارې د کورنیو او نړیوالو حوالو اسانتیا.

§       پولي (موده یي/ د کاري پانګې پور) او غیر پولي اسانتیا لکه د سوداګرۍ او صنعت لپاره د اعتبار او مالي/ فعالیت تضمین لیکونه.

§       د ویسټرن یونین پیسو لیږد خدمتونو له لارې په چټکه او اسانه توګه د پیسو لیږد.

§       په هندوستان کې هر بانکي حساب ته د هندي روپیو د ځانکړې حوالې حواله کولو اسانتیا.

§       انټرنټي بانکوالي.

§       ګرځنده ټلیفون/ اس ام اس بانکوالي.

§       د بریښنایی سوداګرۍ منځته راوړنه.

§       ایزي پی – د ګرځنده ټلیفون بټوه.

§       بانکوالي د استازي له لاري.

§       د اس ام اس اسانتیا: د هرې معاملې په پار خبرتیا.

§       ای ټي ام.

§       بایومټریک سیسټم: د ښه امنیت په پار د ګوتو د نښې پیژندنه.

د ډیجیټلي کیدو بهیر

عزیزي بانک د غوره پیرودونکو خدمتونو په پار د ټیکنالوژۍ په برخه کې په پراخه کچه پانګونه کړې. چې د نړۍ ترټولو لوړ بانکي (پوستکالي) سافټویر پر لاس لري - فلیکس کیوب د خپل شته (پوستکالي) سافټویر څخه د لیږد لپاره. دا نوښتونه منځته راغلي تر څو بانک پیرودونکی یې خوښونکی اوښه پوه شي. داسې اټکل کیږي چې که څه هم ۳۷٪ نفوس د بېوزلۍ تر کرښو لاندې ژوند کوي، یوه لویه برخه د موبایل پوهه ده چې د انټرنیټ اسانتیاو سره شتون لري په ځانګړي توګه د ځوان نسل په مینځ کې. د ایم - پیسه او ګرځنده ټلیفونو بټو وړاندې کولو سره، تمه کیږي چې په هیواد کې د پیسو لیږد لویه برخه د بانک له لارې ترسره شي.

په پورته کرښو کې، عزیزي بانک په ګرځنده ټلیفون کې د بټوې لومړی کاریال (اپلیکیشن) په هیواد کې د " ایزي پی" په نوم په لاره اچولای چې له مخې یې پیرودونکي کولای شي په ګرځنده  ټلیفون کې د بیا پیسو اچول او د کارووني بیل ورکړې په ګډون د بانکوالۍ ټولې اسانتیاوې ولري.

د نغدو پیسو د زیرمه کونې ماشینونه د غوره او خورا ګړندي ۲۴ ساعته لیږد لپاره په ځینو څانګو کې په لاره اچول شوي. عزیزي بانک د مالي ګډون په هدف د استازي پر بنسټ بانکي خدمتونه پیل کړي دي. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یو بانک د خپلو استازو په لیږلو سره ځان د غیر بانکي ټولنې تر دروازو  رسوي. استازي به داسې وسایل ولري چې د بانکي خدمتونو بشپړ ملاتړ لپاره د حساب پرانیستلو او د پیرودونکو بایومیټریک تصدیق په ګډون ترې ملاتړ وکړي.

بانک په پام کې لري ترڅو په ټول هیواد کې د ځانکړي کارډ ویونکي ماشین (POS) وسیلو شبکې په رامینځته کولو سره د سوداګر د سوداګرۍ ترلاسه کول پیل کړي. دا وسایل به پیرودونکو ته وړتیا ورکړي چې خپلو کارډونو یا بایومیټریک په کارولو سره په لږه کچه پیسې ورکړي. بانک بریښنایي سوداګري پیل کړی چې د پیرودونکو لپاره د دوی کارتونو یا انټرنټي بانکوالۍ  په کارولو سره به پر لیکه (آنلاین) پیر او پلور شونی کړي.

اړیکه

د هرډول مرستې په پار زمونږ سره اړیکه وکړئ


بريښنالیک
customerservice@azizibank.af

ټیلیفون
+93 (0) 701 80 15 15 (نړیوال)
15 15 (کورنۍ)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.