عزیزي بانک د
ګرځنده بټوو (کڅوړې) حل لارې وړاندې کوي.
عزیزي بانک
په هیواد کې لومړی بانک دی چې د ازي پې(AZIPAY) ګرځنده بټوه
د بانک له لارې وړاندې کوي. دا ګرځنده ټیلیفوني کاریال (اپلیکیشن) په ګوګل پلی
سټور (Google Play Store) اپل پلی سټور (Apple Play
Store) کې موندلی او(ډونلوډ) ښکته کولی شئ. دغه
کاریال ( اپلیکیشن) دواړه پیرودنکي او غیر پیرودونکي یې ډونلوډ کولی شي. د ازي پې
په بټوه کې د (آنلاین) کارونې یا د عزیزي بانک د څانګې له لارې پیسې زیاتولی شئ.
یاده بټوه د پیسو دلیږد، رالیږ سوداګریزو مرکزونو ته د پیسو ورکولو، بل ورکولو او
نورو ډیرو موخو په پار کاریدلی شي. د بټوې حل لاره د بټوې خاوند ته د نغدو پیسو پر
ځای د خپلو ګرځنده ټیلیفونو له لارې ورکړئ.
د ګرځنده ټیلیفون ازي پې کاریال ځانګړنې:
۱. بیل پري کول
۲. د ګرځنده ټیلیفون بیا ډکول
۳. د پیسو لیږد ( له حساب څخه حساب ته، له حساب څخه بټوې
ته، له بټوې څخه حساب ته، له بټوې څخه بټوې ته)
۴. د پیرودونکي خپله بټوه د څانګې له لارې بارول (د پیسو
ورکړه د څانګې له لارې)
۵. د پیسو لیږدول
۶. د خپلکاره صرافۍ څخه د نغدو پیسو ویستل (بې کارته راکړه ورکړه)
۷. د پیسو غوښتنه کول
۸. سکن کړئ او پیسې ورکړې
د
لا زیاتو لارښونو په موخه، د پیرودونکو د خدمتونو (۱۵۱۵)
شمیرې سره
اړیکه وکړئ یا زموږ له نږدې څانګې
څخه لیدنه وکړئ یا "له موږ سره اړیکه" برخه کې پیغام را و استوئ؛ زموږ کاري ملګري به تاسو سره له
یوې کاري ورځې وروسته اړیکه
ټینګه کړي او تاسو ته به لارښوونه وکړي.