عزیزي بانک: لڼډه
پیژندنه:
د عزیزي بانک بنسټ په ۲۰۰۶ کال کې ایښودل شوی دی او له یوې لسیزې ډیره موده
کیږي چې د هیوادوالو په چوپړ کې دی. د عزیزي بانک پیرودونکي بانکي خدمتونه لکه کریډت،
پورونه، حوالې، د تنخوا ګانو اجرا کونه، د بهرنیو هیوادونو داسعارو تبادله، پر
لیکه بریښنایي بانکوالۍ اسانتیا، د ډیبيت کارډ/ کریډت کارډ له لارې په بریښنایي
ډول د پیسو ورکړه، د پیسو زیرمه کونې (سپارښتنې)/ د پیسو ویستنې اسانتیاوې او داسې
نور. د کلونو په اوږدو کې، عزیزي بانک هیوادوالو ته مسلکي او په قوي ټاکنالوجۍ
سمبال خدمتونه وړاندې کړي. دغه بانک خپلو پیرودونکو ته د ښو خدمتونو په وړاندې
کولو کې نړیوالې غوره کړنلارې تعقیبوي او نن په افغانستان کې ترټولو لویې بانکې
ډلې په توګه پیژندل کیږي.
د سوداګرۍ مالیه او د پور اسانتیاوې: لڼډه پیژندنه:
د عزیزي بانک د پورونو او اعتبارونو شعبې خپل کار د یوې اړینې څانګې په
توګه د یاد بانک د بنسټ ایښودنې رادیخواه پیل کړی دی. یاده شعبه دواړه پولي او غیر
پولي اسانتیاوې تر پوښښ لاندې نیسي. د دې تر څنګ عزیزي بانک ګڼو متشبثینو او
افرادو ته د هغوی د پورونو اړونده اړتیاوو لپاره ګڼو سوداګریزو او غیر سوداګریزو
پورونو ته پراختیا ورکوي. د لا ډیرو څرګندونو په پار، مهرباني وکړئ زمونږ د پورونو
او اعتبارونو شعبې څخه لیدنه وکړئ چې د عزیزي بانک په مرکزې څانګه کې شتون لري. یا
۱۵۱۵(۹۳۷۰۷۸۰۱۵۱۵+) ۲۴ساعته شمیرې او cco@azizibank.af
/
dy.cc@azizibank.af بریښنا لیک له لارې په
اړیکه کې شئ.
عزیزي بانک پورونو
ډولونه:
عزیزي بانک د دوه ډوله
پورونو اسانتیاوې وړاندې کوي: د پولي او غیر پولي پور هره اسانتیا خپلې ګټې لري او
د خپلو قدرمنو پیرودونکو د اړتیا پر بنسټ ورته هره اسانتیا په پام کې نیول کیږي.
د نغدو پورونو/ د پولي اسانتیاوو له لارې، عزیزي بانک د
فزیکي پیسو پور په رقابتي لګښت اجرا، کوي
او پیسې پیرودونکي ته د اړینو سندونو د بهیر له بشپړتیا وروسته ورکول کیږي. دا ډول
پورونه لکه (۱) د کاري پانګې پور او (۲) معیادي پور هغو کسانو ته ورل کیږي چې ورځ تر بلې سوداګري پرمخ بیایي او د سوداګریزو شتمنیو په تدارکاتو
کې هم بوخت وي.
عزیزي بانک د پیسو پرته د
ټولو پورونو اسانتیاوې وړاندې کوي لکه باورلیکونه (لیټرز آف کریډټ) او بانکي
تضمینونه داوطلبي تضمین، کړنیز (اجرایوي) تضمین، د پیشکي پیسو تضمینونه، متقابل
تضمینونه او دا ټول د سوداګرۍ، پانګونې، صادراتو / او وارداتو لپاره ورکول کیږي.
لمړۍ برخه: پولي اسانتیاووي:
د عزیزي بانک پولي اسانتیاوې/ نغدې ېپيسې هغو وړ کسانو ته ورکول کیږي چې د
سوداګرۍ پر مخ بیولو لپاره پیسو ته اړتیا لري. د پورونو او اعتبارونو شعبې ته د
پیرودونکي له ورتلو وروسته، هغه/ هغې ته د ډول ډول پورونو په اړه د معلوماتو ورکولو
تر څنګ د پورونو د ګټو، ځانګړنو، اړوند سندونو او شرایطو په اړه هم معلومات ورکول
کیږي. نوبیا دغه کس کولی شي د پولي مشخص
ډول پور اسانتیاوې وټاکي او د دې سره سم د پور د غوښتنې وړاندیز وکړي. د عزیزي
بانک په پولي پور کې د ډیرو پیسو اخیستنې پور(جاري پور (ODs)، معیادي پور (اوږد مهاله/ منځ
مهاله/ لڼډ مهاله) فردي/ شخصي پور شتون لري.
د اضافي پیسو اخیستنې
پور(OVERDRAFTS) جاري پورونه:
د عزیزي بانک د اضافي
پیسو اخیستنې پور پیسو اړوند او مالي اسانتیاوو د برابرولو په پار جوړ شوی دی او
هغو موسسو او جوړښتونوته چې د ورځنیو چارو په سمبالتیا کې ورسره مرسته کوي ورکول
کیږي. لدې سره سم، د بانک د پور کچه اټکل شوې ده او پیرودونکي ته اختیار ورکوي چې په مشخصه کچه پیسې له بانک څخه پور
کړي. پیرودونکی کولی شي د د اضافي پیسو اخیستنې(OD) حساب څخه تر مشخص شوې کچې پورې کارواخلي او دا هم کولی شي چې په ورته ورځ د ټولو پلورنو پیسې بې له کومې ټکټانې په همدې یا راتلونکې ورځ کریډټ کړي. ټکټانه په
ورځو حسابیږي چې د میاشتې په پای کې د پوروړي له حسابه یواځې د اضافي پیسو د اخیستلو
پر بنسټ اخیستل کیږي.
الف) د اضافي پور
اخیستنې(جاري پور) ځانګړتیاوې
·
دا د یوه لڼډ مهاله پور اخیستنې اسانتیا ده (ډیری تر ۱۲ میاشتو پورې) چې ډ
یری په کلني ډول نوې کیږي.
·
د اضافي پور اخیستنې ټاکل شوې کچه تر ۸،۰۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو ده.
·
د ټکټانې کچه یې په کال کې ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ ده.
·
ټکټانه یواځې د اضافي پور اخیستنې پر بنسټ اخیستل کیږي.
·
دا ډول پور هغو کسانو لپاره دی چې د تولید په برخه کې کاروبار/ سوداګري کوي
یا صادراتي/ وارداتې کاروبار کې بوخت وي او داسې نور...او کاري پانګې لپاره پیسو
ته اړتیا لري.
·
ګدامي مالونه په ضمانت ورکول کیدای شي/ په آسانه دلاسرسي وړ تضمینونه او داسې
نور ثانوي تضمینونه.
ب) د اضافي پور اخیستنې
په پار اړین سندونه
د دې اسانتیا کارونې د جوړ جاړي په صورت کې، پیرودونکی اړین دی چې لاندې
یاد سندونه د عزیزي بانک د پورونو او اعتبارونو شعبې ته وروسپاري:
·
د پور اخیستنې غوښتنلیک
·
نوی او معتبره سوداګریز جواز
·
اساسنامه
·
۳ کلن
سوداګریز پلان
·
۳ کلن مالي
راپور
·
د مالیې ورکونې سندونه
·
ګمرکي سندونه
·
د پیر/ پلور شته تړونونه
·
د پوراخیستونکي په نوم د قانوني ملکیت سندونه (چې بانک ته د تضمین په توګه
تسلمیږي).
ج) څنګه کولی شو اضافي پور ترلاسه کړو؟
هغه پیرودونکي چې د اضافي پور اخیستنې هوډ لري کولی شي زمونږ د ۲۴ ساعته
اړیکو مرکز سره په ۱۵۱۵/ ۹۳۷۰۷۸۰۱۵۱۵+
شمیرو اړیکه وکړئ یا زمونږ یوې څانګې ته ورشئ او یا هم نیغ په نیغه دې د عزیزي
بانک مرکزي دفتر د پورونو او اعتبارونو شعبې ته ورشئ چې پته یې: زنبق څلورلارې،
کابل، افغانستان ده. مشخصو سندونو له لاسته راوړو وروسته، د سندونو د تأیید څانګه ټول سندونه څیړي، د پیرودونکي د پیژندنې تصدیق سره
یوځای اړونده کمیټې لخوا د دې اسانتیا ماهیت او کچې ته په کتو پریکړه کیږي.
۲. معیادي پورونه
معیادي پور د بانک لخوا هغه پور دی چې د ځانګړې کچې اسانتیا لپاره هوکړې تعقیبوي او د بیا ورکولو لپاره یو مشخص
مهالویش او یو ثابت یا بدلیدونکی نرخ لري. د اوږدمهاله پور د ترلاسه کولو لپاره،
یو سوداګریز بنسټ ته اړینه پانګه برابروي چې د شتمنیو د پیر په پار کارول کیدای
شي. مالونه/ تجهیزات چې بیا د
سوداګرۍ لپاره ترې اضافي عاید منځ ته راشي، کارول کیدای
شي.
(۱) اوږد مهاله پورونه
د دې ډول پوراسانتیاوې د یو کال څخه دیرې مودې لپاره په نظر کې نیول شوي دي.
د اوږد مهاله پور اسانتیا هغو کسانو ته مناسبه اسانتیا ده چې د اوږدمهاله اسانتیا
رامنځته کولو په پار د پانګونې هوډ لري. د اوږد مهاله پور وړندایز هغو کسانو ته
کیږي چې ثابتې شتمنۍ وپیري، سوداګریزې ودانۍ جوړې کړي، تولیدي کارخونې جوړې کړي،
نقلیه وسایل، ګدامي مالونه، خام مواد او داسې نور وپیري. لکه څرنګه چې مو یادونه
وکړه، دا ډول پورونه په یوه ثابته موده کې بیرته ورکول کیږي. پور خلاصونه ۱۲ تر ۳۶
میاشتو ترمنځ کیږي، که چیرې دغه پور د لویو پروژو د تمویل په پار وي، تر ۶۰ میاشتو
هم غځول کیدای شي. موده او د پور
بیرته ورکولو کچه د حاشیې نرخ او د عایداتو د پوښښ د تناسب
له مخې په ثابت پور ټاکل کیږي.
I) د اوږد
مهاله پور ځانګړتیاوې
·
موده د ۱ کال څخه تر ۳
کلونو پورې تر ټولو اوږده موده یې تر ۵ کلونو پورې ده او نوره د غځولو وړ نده.
·
د پور کچه تر ۸،۰۰۰،۰۰۰ امریکا يي
ډلرو ده.
·
د ټکټانې کچه په کال کې له ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ پورې توپیر کوي.
·
د دې پور بیرته ورکونه د حاشیې سره سم په میاشتني ډول/ د ۳ میاشتو په موده کې
د پور د ورکړې له نیټې پیل او د پور د پای
نیټې پورې صورت نیسي.
·
رامنځ ته شوې شتمني تضمین دی/ بانک ته د نورو تضمینونو سره یوځاي د ثانوي
تضمین په توګه ورکول کیږي.
الف) د اوږد مهاله پور اړین سندونه
د دې اسانتیا د کارونې جوړ جاړي په صورت کې، پیرودنکی
اړین دی چې لاندې یاد سندونه د عزیزي بانک د پورونو او اعتبارونو شعبې ته وسپاري:
·
د پور اخیستنې غوښتنلیک
·
نوی او معتبره سوداګریز جواز
·
اساسنامه
·
۳ کلن
سوداګریز پلان
·
۳ کلن مالي
راپور
·
د مالیې ورکونې سندونه
·
ګمرکي سندونه
·
د پیر/ پلور شته تړونونه
·
د پوراخیستونکي په نوم د قانوني ملکیت سندونه (چې بانک ته د تضمین په توګه
تسلمیږي).
ب) څه ډول اوږد مهاله پور ترلاسه کولی شو؟
هغه پیرودونکي چې د اضافي پور اخیستنې هوډ لري، کولی شي زمونږ له ۲۴ ساعته
اړیکو مرکز سره په ۱۵۱۵/ ۹۳۷۰۷۸۰۱۵۱۵+ شمیرو اړیکه وکړئ یا زمونږ یوې څانګې ته ورشئ او
یا هم نیغ په نیغه د عزیزي بانک د مرکزي دفتر د پورونو او اعتبارونو شعبې ته ورشئ
چې پته یې: زنبق څلورلارې، کابل، افغانستان ده. مشخصو سندونو له لاسته راوړو
وروسته، د سندونو د تأیید څانګه ټول
سندونه څیړي، پیرودونکی د پیژندنې د تصدیق سره یو ځای اړونده کمیټه د دې اسانتیا ماهیت او کچې ته په کتو پریکړه کوي.
(II د عزیزي
بانک منځ مهاله پورونه
د اوږدمهاله پور برعکس، منځ مهاله پور د لڼډې مودې لپاره دی او د اوږدې
مودې په پرتله په منځ مهاله پانګونو کې د لږو پیسو د پانګونې وړاندیز کیږي.
الف) د منځ مهاله پور ځانګړتیاوې
·
دا یوه منځنۍ موده ده چې د ۶ میاشتو څخه تر ۱۲ میاشتو پورې ده.
·
د پور کچه تر ۸،۰۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو ده.
·
د ټکټانې کچه په کال کې له ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ پورې توپیر کوي.
·
د دې پور بیرته ورکونه د حاشیې سره سم په میاشتني ډول/ د ۳ میاشتو په موده کې
د پور د ورکړې له نیټې پیل او د پور د پای
نیټې پورې صورت نیسي.
·
رامنځ ته شوې شتمني تضمین دی/ بانک ته د نورو تضمینونو سره یوځاي د ثانوي
تضمین په توګه ورکول کیږي.
ب) د منځ مهاله پور اړین سندونه
د دې اسانتیا کارونې د جوړ جاړي په صورت کې، پیرودنکی
اړین دی چې لاندې یاد سندونه د عزیزي بانک د پورونو او اعتبارونو شعبې ته
وروسپاري:
·
د پور اخیستنې غوښتنلیک
·
نوی او معتبره سوداګریز جواز
·
اساسنامه
·
۳ کلن
سوداګریز پلان
·
۳ کلن مالي
راپور
·
د مالیې ورکونې سندونه
·
ګمرکي سندونه
·
د پیر/ پلور شته تړونونه
·
د پوراخیستونکي په نوم د قانوني ملکیت سندونه (چې بانک ته د تضمین په توګه
تسلمیږي).
III) د عزیزي بانک عامه (عمومي)
پورونه
عامه پورونه د ټولو وړ کسانو لپاره جوړ شوي دي. د دې پورونو حاشیه لږه ده
نو پوروړي باید پور د بیرته ورکولو مشخص مهالویش پر بنسټ د یوه ثابت یا بدلیدونکي
حاشیې نرخ سره سم بیرته وروسپاري. عامه پورونه د شخصي ملکیتونو د جوړولو، کوچنیو
سوداګریو او داسې نورو شخصي اړتیاوو په پار وړاندې کیږي.
الف) د عامه پورونو ځانګړتیاوې
·
د دې پور موده تر ۳۶ میاشتو ده او نه غځول کیږي.
·
د پور کچه د ۵۰،۰۰۰ افغانیو څخه تر ۵ میلیونه افغانیو ده.
·
د حاشیې نرخ يې په کال کې د ۱۰٪ څخه تر ۱۲٪ دی.
·
د دې پور بیرته ورکونه د حاشیې سره سم په میاشتني ډول د پور د ورکړې له
نیټې پیل او د پور د پای نیټې پورې صورت
نیسي.
د عامه پورونو اړین
سندونه
د دې اسانتیا کارونې د جوړ جاړي په صورت کې، پیرودنکی اړین دی چې لاندې یاد
سندونه د عزیزي بانک د پورونو او اعتبارونو شعبې ته وسپاري:
·
د پور غوښتنلیک
·
تذکره/ پاسپورټ (د پیرودونکي د پیژندنې سندونه)
·
د پاسپورټ کچې دوه انځورونه
·
د عایداتي سندونو ثابتول
·
شرعي تضمین
·
د ګمارونکي لخوا د پوروړي د ګمارنې تصدیق شوی سند.
دویمه برخه: غیر پولي اسانتیاوي
په غیر پولي اسانتیاوو کې متفاوت بانکي تضمینونه او اعتبارلیکونه شتون لري
چې ډولونه او د کړنلارې سره سم نورمونه یې لاندې په تفصیلي ډول تشریح شوي دي.
I) د عزیزي بانک تضمین لیکونه او
د هغوی ډولونه
بانکي تضمین د بانک لخوا یوه ژمنه ده یا یو مالي/ پور ورکونکی بنسټ دی که چیرې یو مشخص پور اخیستونکی د پور
په ورکړه/ پروژه کې پاتې راشي، اړوند بانک یې د پور مسؤلیت په غاړه اخلي. بانکي
تضمین پیرودونکی یا پوروړي ته وړتیا وربښي تر څو سوداګریز مالونه لاسته راوړي،
سامانونه وپلوري، په بولۍ / دوطلبۍ کې ګډون وکړي، پورونه بیرته واخلي او پدې سره سوداګریزو
کړنو ته پراختیا ورکړي. په عمومي توګه څلور ډوله بانکي تضمینونه شتون لري: داوطلبي
تضمین، کړنیز (اجرایوي) تضمین، د پیشکي پیسو تضمین، متقابل تضمین
الف) داوطلبي تضمین
داوطلبي تضمین داسې یو پور دی چې د داوطلب لخوا د یوې پروژي لپاره تامین
کیږي لکه ودانیز کار، لوجسټیکي یا د ورته داطلبۍ د ټاکنیزې پروسې پر بنسټ د پروژې مالک ته د تضمین چمتو کولو په موخه، که چیرې داوطلب وټاکل شو، نو بیا داوطلب دغه کار پر غاړه اخلي. داوطلبي تضمین
شتون مالک ډادمنوي چې داوطلب د مالي وسیلو او تضمین درلودونکی دی، له همدې امله د یاد
کار په داوطلبۍ کې د وړاندې شوي نرخ سره سم ذکر شوې پروژه منل کیږي.
داوطلبي تضمینونه د کاری تړون ټاکنیزې پروسې سره مرسته کوي تر څو په اسان
ډول پر مخ ولاړ شي. بغیر له دې، د پروژو مالکانو ته به یو ډول اندیښنې پیدا شي چې آیا یاد داوطلب د
دې پروژې په اوږدو کې د نغدي جریان ستونزو پرته د دې پروژې په سمه توګه د پرمخ
بیولو توان لري. د اړونده داوطلبۍ لپاره د داوطلبۍ تضمین چمتوکول د یادې پروژې هر
داوطلب ته توانایي وربښي چې د پروژې مالک ته په بشپړ ډول ډاډ ورکړي.
څه ډول داوطلبي تضمین
ترلاسه کولی شو؟
داو طلبي تضمین د لاسته راوړلو په پار، لګوونکی (مصرف کونکی) اړین دی چې
لاندې موارد وړاندې کړي:
ب) کړنیز (اجرایوې) تضمین.
د عزیزي بانک
لخوا (کړنیز) اجرایوي تضمین یوه تړون کونکي لپاره جوړیږي ترڅو د پلانونو او ځانګړنو سره سم د تړون بشپړې او سمې کړنې تضمین کړي. یوه پروژه د
پیسو ورکړې او د کړنیز (اجرایوي) تضمین سره معمولاً یوځای داوطلبي تضمین ته هم
اړتیا لري ترڅو د یادې پروژې د داوطلپۍ وړتیا پیدا کړي. بیا وروسته د پیسو د ورکړې
او د کړنیز (اجرایوي) تضمین اړتیا هم شته چې ګټونکی داوطلب یې پروژې ته د تضمین په
توګه د پروژې د بشپړتیا په پار ورکوي. که چیرې تړون کونکی د تړون د ځانکړنو سره سم
په تړون پلې کونه کې پاتې راشي، پیرودونکی د کړنیز (اجرایوي) تضمین تر کچې د هرمالي زیان تضمین کوي.
څه ډول کړنیز (اجرایوي) تضمین ترلاسه کړو؟
اړین سندونه:
ج) د پیشکي پیسو ورکونکې تضمین
د عزیزي بانک لخوا یو لیکلی سند د پیرودونکي په غوښتنه هغې پروژې لپاره
جوړیږي چې تړون ورسره شتون ولري یا د داوطلبي معاملې پلورونکی تضمینوي چې غوښتونکی
به د پروژې د مالک او یا پلورونکي د پیشکي پیسو د ورکړې څخه وروسته د تړون اړونده
اړتیاوې بشپړوي. که چيرې تړون کونکی پیسې ترلاسه کوي او په تړون کې ذکر شوی کار نه ترسره کوي، د پیشکې پیسو ورکړې د تضمین له لارې پیشکي پیسې پیرته واپس کیږي.
څه ډول د پیشکي پیسو ورکونې تضمین ترلاسه کولی شو؟
د پیشکي پیسو د ورکړې تضمین د لاسته راوړلو په پار، لګوونکی (مصرف کونکی)
اړین دی چې لاندې موارد وړاندې کړي:
اړین سندونه:
·
اساسنامه
·
شرکت د مشر، شرکت د مرستیال او د شرکت د کډونوالو تذکره/ پاسپورټ.
·
د پروژې ځانګړنې او داسې نور. او ګټه اخیستونکي ته د ورکړل شوي تایید
شوي تړون کاپي سره
د) متقابل تضمین
متقابل تضمین یو تخنیکي ویی (کلمه) ده او هغه تضمین ته ویل کیږي چې د یوه
بانک له خوا بل باک ته د تضمین جوړولو لپاره ورکول کیږي. دا د قانوني کړنلارو سره
سم کله چې یو بهرنی بانک د یو مشخص ملک اوسیدونکي لپاره د تضمین جوړونې واک نه لري
او یواځې یو ځایي بانک (محلي بانک) ته د هغوی په استازیتوب د یو بانکي تضمین د
جوړولو لارښنوونه کوي، صورت نیسي. عزیزي بانک په نورو ملکونو کې د پروژو په پار
نورو بانکونو ته متقابل تضمین هم جوړوي.
عزیزي بانک څه ډول یو بانکي تضمین د یو متقابل تضمین پر شا جوړوي؟
اړین سندونه:
·
د متقابل بانک لخوا د سویفټ تایید شوي پیغام رسیدنه چې د عزیزي بانک څخه د خپلو پیرودونکو په استازیتوب د بانکي تضمین غوښتنه کوي.
·
د شرکت نوی او معتبر جواز.
·
د شرکت تفاهم لیک/ اساسنامه.
·
شرکت د مشر، شرکت د مرستیال او د شرکت د ګډونوالو پاسپورټ.
·
د شرکت تیر ۳ کلن پلټل شوی مالي صورت حساب.
·
د پیشکي پیسو ورکړې او کړنیز (اجرایوي) تضمین په صورت کې، د ګټل شوي ټړون
کاپۍ ته اړتیا پیښیږي.
II) د عزیزي بانک اعتبار لیکونه (LCs)
اعتبار لیک د عزیزي بانک
لخوا یو داسې لیک دی چې پر ټاکلي وخت د پیرودونکي پیسو ورکړه تضمینوي او د ټاکلو پیسو کچې لپاره د توکو د لیږد وروسته په ټاکلې نیټه او د مناسبو ځانکړتیاو سره سم تضمین هم په غاړه اخلي. په هغه صورت
کې چې پیرودونکی د پیرودل شویو توکو پیسو په ورکړه کې پاتې راشي، اعتبار لیک
جوړونکی بانک اړ دی چې د پیرودل شویو توکو بشپړ یا پاتې لګښت ورکړي. د نړیوالو
معاملو ماهیت ته په کتو، د فکټورونو په ګډون لکه واټن، د هر ملک متفاوت قوانین، د
هر اړخ په شخصي پیژندنه کې ستونزې، د اعتبار لیکونو کارول د نړیوالې سوداګرۍ یو اړین
اړخ بلل کیږي. چې هغه د سویفټ (د بین البانکي مالي اړیکو نړیواله ټولنه) سیسټم له لارې جوړیږي.
ولې له اعتبار لیک څخه کار واخلو؟
اعتبار لیکونه ډیری په عام
ډول د یوه
هیواد پیرودونکی لخوا د بل هیواد پلورونکي څخه د توکو د پیرلو پر مهال کارول کیږي. ممکن
پلورونکی د توکو د پیسو ورکړې په پار پیرودونکي څخه د اعتبار لیک غوښتنه وکړي.
د یوه اعتبارلیک کارونې یواځنۍ ګټه داده چې پیرودونکي او پلورنکې دواړو ته
ډاډ او امن ور په برخه کوي تر څو د معاملې اړخو نو ته درناوې شوی وي او د ثبوت په
پار د ورته سندونو برابرول.
څه ډول اعتبار لیک
ترلاسه کړو؟
اړین سندونه:
·
اساسنامه
·
شرکت د مشر، شرکت د مرستیال او د شرکت د ګډونوالو تذکره/ پاسپورټ.
·
پروفورما انوایس
·
د پیر/ پلور تړونونه