· د نغدو
پیسو ویستل (دوه ډوله اسعار، افغانۍ او امریکایي ډالر)
· دبیلانس معلومول
· کوچنی
صورت حساب ترلاسه کول
· د
حسابونو ترمنځ د پیسو لېږد رالېږد
· د پین
بدلون
هغه کړنې چه باید ترسره شي او ترسره نه شي:
حسابونو ته
ورکړل شوي ډبټ کارتونه د پېرودونکي حساب سره نیغ په
نیغه تړاو لري او په دې توګه
کار ته هر ډول نه پاملرنه د کارت د ورکیدو ، غلا کیدو ، درغلۍ ، د کارت د
باوري معلوماتو شریکولو
او داسې نورو کړنو له کبله د ناوړه ګټې اخیستنې او جعلکارۍ لامل کیدای شي. نو په دې ډول کیدای شې
پیرودونکي ته مالي زیان واړوي. له دې وروسته اړینه ده د ډیبیټ کارتونو اړوند ګواښونه چې پیرودونکو ته مالي زیان اړوي ټیټ
کړي نو د پیرودونکو لخوا د لاندې ټکو په تعقیبولو سره دغه ګواښونه کمېدلی او
ټیټیدلی شي:
هغه کارونه چې باید ترسره شي:
• په لومړې کې خپل کارت د عزیزي بانک د صرافۍ خپلکاره
ماشین (ATM) کې فعال کړئ.
• کارت خوندي او پوښ کې وساتئ.
• کارت باید قات نشي.
• د (ATM) له لارې
خپل پېن کوډ (PIN) تغیر کړئ.
• خپل پېن کوډ (PIN)ځان سره حفظ کړئ.
• د بانکي معاملې له ترسره کولو وروسته، خپل کارت بیرته
واخلئ.
• تل خپل رسیدونه د صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM) څخه اخلئ.
• د صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM) مخې ته ودریږئ ترڅو ستاسې د کارت جزئیات بل څوک ونه ویني.
• که چېرې تاسې څخه خپل کارت ورک شو، سمدستې د
خپلې څانګې سره اړیکه ونیسئ یا د عزیزي بانک د پېرودونکو خدمتونو شمېرې(1515) ته
زنګ ووهئ او خپل کارت بلاک کړئ ترڅو له ناوړه ګټه اخیستنې څخه مخنیوی وشي.
هغه کارونه چې باید ترسره نشي:
• هېڅکله د خپل کارت پین کود معلومات چا سره مه شریکوئ.
• هېڅکله هغه ایمیل ته ځواب مه ورکوئ چې ستاسو د کارت
شمیره او پاسورډ غوښتنه کوي. په یاد ولرئ، بانک هېڅکله د دغه شان معلوماتو غوښتنه
نه کوي.
• هېڅکله د دوو کارتونو مقناطيسي برخې یو بل ته مخامخ
مه ږدئ.
• د پاسورډ تنظیمولو په وخت کې د نوم، د تلیفون شمیرې،
د زیږون نیټه، د موټر د پلېټ شمیرې غوره کولو څخه چې څرګند وي، ډډه وکړئ
• هیڅکله خپل پاسورډ په کارت یا بل ځای کې مه لیکئ. که
تاسو له ۳ ځله
څخه ډیره غلطه شمیره داخل کړئ ، کارتونه په اوتومات ډول بلاک کیږي.
• د صرافۍ
خپلکاره ماشین (ATM) کارولو پر مهال خپل موبایل مه کاروئ
• کله چې تاسو بانکي معامله ترسره کوئ، نورو ته
اجازه مه ورکوئ چې د د صرافۍ
خپلکاره ماشین (ATM) په کابین کې ودریږي.
• هېڅکله خپل کارت خپلو ملګرو او خپلوانو ته مه ورکوئ
چې ستاسو په استازیتوب بانکي معامله ترسره کړي.