د (ATM) صرافۍ خپلکاره ماشین خدمتونه:


عزیزي بانک په ټول افغانستان کې د صرافۍ خپلکاره ماشینونه لري. د یاد بانک د صرافۍ خپلکاره ماشینونه د لوړو معیارونو په درلودلو د اعتماد وړ او بې ځنډه او خنډه خدمتونه ډاډمنوي. او په ۲۴ ساعته ډول ستاسو ټولې بانکي اړتیاوې پوره کوي. تاسو لاندې راکړې ورکړې (معاملې) د عزیزي بانک د صرافۍ خپلکاره ماشینونو له لارې اجرا کولی شئ:

·         د نغدو پیسو ویستل (دوه ډوله اسعار، افغانۍ او امریکایي ډالر)

·          دبیلانس معلومول

·         کوچنی صورت حساب ترلاسه کول

·         د حسابونو ترمنځ د پیسو لېږد رالېږد

·         د پین بدلون

هغه کړنې چه باید ترسره شي او ترسره نه شي:

 حسابونو ته ورکړل شوي ډبټ کارتونه د پېرودونکي حساب سره نیغ په نیغه تړاو لري او په دې توګه کار ته هر ډول  نه پاملرنه د کارت د ورکیدو ، غلا کیدو ، درغلۍ ، د کارت د باوري معلوماتو شریکولو او داسې نورو کړنو له کبله د ناوړه ګټې اخیستنې او جعلکارۍ لامل کیدای شي. نو په دې ډول کیدای شې پیرودونکي ته مالي زیان واړوي. له دې وروسته اړینه ده د ډیبیټ کارتونو اړوند ګواښونه چې پیرودونکو ته مالي زیان اړوي ټیټ کړي نو د پیرودونکو لخوا د لاندې ټکو په تعقیبولو سره دغه ګواښونه کمېدلی او ټیټیدلی شي:

هغه کارونه چې باید ترسره شي:

• په لومړې کې خپل کارت د عزیزي بانک د صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM) کې فعال کړئ.

• کارت خوندي او پوښ ​​کې وساتئ.

• کارت باید قات نشي.

• د (ATM) له لارې خپل پېن کوډ (PIN) تغیر کړئ.

• خپل پېن کوډ (PIN)ځان سره حفظ کړئ.

• د بانکي معاملې له ترسره کولو وروسته، خپل کارت بیرته واخلئ.

• تل خپل رسیدونه د صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM) څخه اخلئ.

• د صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM) مخې ته ودریږئ ترڅو ستاسې د کارت جزئیات بل څوک ونه ویني.

• که چېرې تاسې څخه خپل کارت ورک  شو، سمدستې د خپلې څانګې سره اړیکه ونیسئ یا د عزیزي بانک د پېرودونکو خدمتونو شمېرې(1515) ته زنګ ووهئ او خپل کارت بلاک کړئ ترڅو له ناوړه ګټه اخیستنې څخه مخنیوی وشي.

 

هغه کارونه چې باید ترسره نشي:

 

• هېڅکله د خپل کارت پین کود معلومات چا سره مه شریکوئ.

• هېڅکله هغه ایمیل ته ځواب مه ورکوئ چې ستاسو د کارت شمیره او پاسورډ غوښتنه کوي. په یاد ولرئ، بانک هېڅکله د دغه شان معلوماتو غوښتنه نه کوي.

• هېڅکله د دوو کارتونو مقناطيسي برخې یو بل ته مخامخ مه ږدئ.

• د پاسورډ تنظیمولو په وخت کې د نوم، د تلیفون شمیرې، د زیږون نیټه، د موټر د پلېټ شمیرې غوره کولو څخه چې څرګند وي، ډډه وکړئ

• هیڅکله خپل پاسورډ په کارت یا بل ځای کې مه لیکئ. که تاسو له ۳ ځله څخه ډیره غلطه شمیره داخل کړئ ، کارتونه په اوتومات ډول بلاک کیږي.

• د  صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM) کارولو پر مهال خپل موبایل مه کاروئ

• کله چې تاسو بانکي معامله ترسره  کوئ، نورو ته اجازه مه ورکوئ چې د د  صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM) په کابین کې ودریږي.

• هېڅکله خپل کارت خپلو ملګرو او خپلوانو ته مه ورکوئ چې ستاسو په استازیتوب بانکي معامله ترسره کړي.

 

 

 

 

 

 

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.