سویفټ څانګه


د پیسو لیږد/رالیږد خدمتونه

سویفټ (نړۍ په کچه د بین البانکي مالي اړیکو ټولنه) یوه نړیواله شبکه پر مخ بیایي چې د دې له لارې مالي معاملو پیغامونه د غړو بانکونو او مالي بنسټونو ترمینځ تبادله کیږي.

عزیزي بانک د سویفټ ټولنې د غړي په توګه د نړۍ هرې برخې څخه په مناسبو لګښتونو د پیسو خوندي لیږدونې یا لیږد/ رالیږد اسانتیا برابروي. چې د عزیزي بانک د سویفټ کوډ AZBAAFKA دی.

د عزیزي بانک له پراخه شبکې څخه چې په پراخ شمیر په ټوله نړۍ کې د څو ډوله اسعارو حوالو ګړندیتوب ته لاره هواروي.

له افغانستانه بهر د پیسو لیږد ساده ، باوري او ګړندۍ لار.

په 9  اسعارو (افغانیو، امریکایي ډالرو،انګلیسي پونډو،روبلو، هندي روپیو، چینایي ینو او د اماراتو په درهمو) لیږد/ رالیږد کیدای شي.

رقابتي تبادلوي نرخونه ترلاسه کړئ

مناسب نرخونه

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د عزیزي بانک نږدې څانګې یا مرکزي دفتر ته مراجعه وکړئ یا "موږ سره اړیکه ونیسئ" برخه کې پیغام پریږدئ.

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.