صفر بیلانسه سپما / جاري معاش اړوند حساب ترلاسه کړئ

 

صفر بیلانسه سپما / جاري (اسلامي) حساب له په زړه پورې ځانګړتیاو سره ترلاسه کړئ

د عزیزي بانک معاش اړوند حساب د ګمارونکو او کارکونکو لپاره له ګټو ډک د معاش اړوند حساب دی. نو په چټک ډول د معاشونو له اسانه ویشلو او د نورو ډیرو ګټو څخه خوند واخلئ لکه د معاشونو سملاسي کریډیټ کول، د بریښنا (برشنا) بل اداینه، ګرځنده بانکوالي، وړیا انټرنټي بانکوالي او داسې نور ډیر څه.

 

د څانګو د شبکې ترڅنګ، عزیز بانک خپله شبکه نیږدې د افغانستان په ټولو ولایتونو او کلیو کې چې د عزیزي بانک څانګه پکې  شتون نه لري، پراخه کړې ده. یو ښه جوړه شوې ګرځنده سیمه ایزه ډله له ۳۸۰ څخه زیاتو ولسوالیو کې فعالیت کوي او په میاشت کې له ۲۵۰۰۰۰ څخه زیاتو ګټه اخیستونکو ته خدمت کوي. عزیزي بانک ګټه اخیستونکو ته د ډیجیټل چینلونو لکه د صرافۍ خپلکاره ماشین (ATM)، ځانګړی کارډ لوستونکي ماشین (POS) او ازي پې (AziPay) ګرځنده بټوې له لارې پیسې ورکوي.

 

وړتیا او اړتیاوې

 

·         لږترلږه ۰۵کارکونکي په منځني ډول په هره میاشت کې ۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري.

·         ګمارونکی باید په عزیزي بانک کې جاري حساب ولري.

·         د معاشونو یو تړون چې د بانک او ګمارونکي ترمنځ لاسلیک کیږي.

·         ګمارونکی به د وړ کارکونکو لړلیک شریکوي.

·         کارکونکي باید ۲ انځورونه، پیژندپاڼې، د پتې ثبوتونه او د مالیې څرګندونکې شمیرې وړاندې کړي.

 

د کارکونکو په پار ګټې

 

·         د لږ تر لږه بیلانس ساتلو له اندیښنې پرته صفر بیلانسه د معاش اړوند حساب.

·         د وړیا ای ټي ام کارډ ترلاسه کولو وړ دي.

·         په هر ځای کې وړیا بانکي اسانتیا، د ۵۷ څخه زیاتو څانګو او ۴ پراختیایي کاونټرونو څخه د لویې شبکې په رامنځته کولو چې ۳۲ ولایتونه او ۹۹ د صرافۍ خپلکاره ماشینونه تر پوښښ لاندې راولي.

·         د ای ټي ام کارډ کلنی فیس شتون نه لري، د راکړې ورکړې په شمیر هیڅ بندیز نشته.

·         ګرځنده بانکوالي، د اړیکو ۲۴ ساعته مرکز (۱۵۱۵)

 

زموږ ځینې شته ارزښتناکه معاش لرونکي ملګري

·         دفاع وزارت MOD))

·         د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت MRRD))

·         د اقتصاد وزارت MOE))

·         د بهرنیو چارو وزارت MOFA))

·         د کډوالو چارو وزارت

·         د سرحدونو وزارت

·         د حج او اوقافو وزارت

·         د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت

·         د دولتي پروژو حسابونه

·         د شهیدانو او معلولینو وزارت

·         د روغتیا نړیوال بنسټ،  د خوړو نړیوال بنسټ او د یونیسف ګټه اخیستونکي،

·         او داسې نور ګڼ جوښتونه

 

 

اړیکه

د هرډول مرستې په پار زمونږ سره اړیکه وکړئ


بريښنالیک
customerservice@azizibank.af

ټیلیفون
+93 (0) 701 80 15 15 (نړیوال)
15 15 (کورنۍ)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.