انسټا کارت

عزیزي بانک خپلو ګرانو پیرودونکو ته په هیواد کې لومړنی انسټا کارت وړاندې کوي. مونږ ستاسو د وخت په ارزښت پوهیږو. د عزیزي بانک انسټا کارت تاسو ته د خورا مناسب امن د تجربه کونې او د غوره ګټو ټولګې د سمبالتیا په پار جوړ شوی. (انسټا کارت) یو غیر شخصي دپیسو ورکونې کارت دی چې د کارت خاوند/ خاونده خپلو بانکي حسابونو ته د عزیزي بانک خپلکاره صرافۍ ماشینونو ته برښنایي لاسرسی پیدا کوي. یاد کارت چې په کومو ځایو کې منل کیږي، د پیر په پار د نغدو پیسو پرځای کارول کیدی شي. انسټا کارت پیرودونکو ته د نغدو پیسو په جټکه ویستنه کې مرسته کوي. د نغدو پیسو د ویستنې په پار د ATM)) خپلکاره کارت استازیتوب کوي. کیدی شي سوداګران پیرودونکو ته د نغدو پیسو بیرته ستنولو اسانتیا هم وړاندې کړي په هغه ځای کې چې پیرودونکی کولی شي د پیرودلو سره نغدي پیسې هم وباسي.

نوموړی کارت سملاسي د پیرودونکي د حساب د پرانیستلو سره یو ځای په کونټر باندې ورکول کېږي/ صادریږي. د تم کیدنې، تعقیبونې او څو وارې څانګو ته د ورتللو اړتیا نشته. په دې کارت کې د عزیزي بانک (Proprietary Debit Card) ملکیت پور کارت ټولې ځانګړنې شتون لري. یاد کارت د عزیزي بانک پیرودونکو ته د لاندې راکړ ورکړو (معاملو) اجازه وکوي.

·         د نغدو پیسو ویستل 

·          دبیلانس معلومول

·         کوچنی صورت حساب

·         د پین بدلون

دا تاسو ته په کابل او نورو ولایتونو کې د سوداګریزو غرفو له لارې د نغدو پیسو پرته د راکړو ورکړو(معاملو) اجازه درکوي

یو څو نور ټکي

په عزیزي بانک کې ټول بانکي حساب لرونکي کولی شي دا کارت وکاروي

 د دې کارت صادرول وړیا دي او کلنۍ فیس نلري

 که ستاسو کارت ورک یا له منځه لاړ شي، د 400 افغانیو / 5 ډالر لګښت لري؛

 که تاسو خپل پټنوم هیر کړئ، د دوه اړخیز پاسورډ صادرول 80 افغانۍ / 1 دبار لګښت لري

اړیکه

د هرډول مرستې په پار زمونږ سره اړیکه وکړئ


بريښنالیک
customerservice@azizibank.af

ټیلیفون
+93 (0) 701 80 15 15 (نړیوال)
15 15 (کورنۍ)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.