د ګرځنده بټوې (کڅوړې) حل لارې

عزیزي بانک د ګرځنده بټوو (کڅوړې) حل لارې وړاندې کوي.

عزیزي بانک په هیواد کې لومړی بانک دی چې د ازي پې(AZIPAY) ګرځنده بټوه د بانک له لارې وړاندې کوي. دا ګرځنده ټیلیفوني کاریال (اپلیکیشن) په ګوګل پلی سټور (Google Play Store) اپل پلی سټور (Apple Play Store) کې موندلی او(ډونلوډ) ښکته کولی شئ. دغه کاریال ( اپلیکیشن) دواړه پیرودنکي او غیر پیرودونکي یې ډونلوډ کولی شي. د ازي پې په بټوه کې د (آنلاین) کارونې یا د عزیزي بانک د څانګې له لارې پیسې زیاتولی شئ. یاده بټوه د پیسو دلیږد، رالیږ سوداګریزو مرکزونو ته د پیسو ورکولو، بل ورکولو او نورو ډیرو موخو په پار کاریدلی شي. د بټوې حل لاره د بټوې خاوند ته د نغدو پیسو پر ځای د خپلو ګرځنده ټیلیفونو له لارې ورکړئ.

د ګرځنده ټیلیفون ازي پې کاریال ځانګړنې:

  • د پیسو ورکړه
  • د پیسو اخیستنه
  • د پیسو زیاتونه د ډبټ کارت/ انټرنټي بانکوالۍ له لارې.
  • ستاسو راکړې ورکړې (د بانکي معاملو) ښکارول.
  • د کاروونکي پیژندیال( یوزر جوړول)
  • د پیسو مخکې ورکونې ګرځنده بیا چارجونه
  • د برښنا بل پریکونه
  • سوداګریزو مرکزونو کې (آنلاین) د پیسو ورکونه
  • د ازې پې بل کاروونکي څخه د پور غوښتنه
  • سکن او د پیسو ورکونه

    مالي راکړې ورکړې

    ۱. بیل پري کول

    ۲. د ګرځنده ټیلیفون بیا ډکول

    ۳. د پیسو لیږد ( له حساب څخه حساب ته، له حساب څخه بټوې ته، له بټوې څخه حساب ته، له بټوې څخه بټوې ته)

    ۴. د پیرودونکي خپله بټوه د څانګې له لارې بارول (د پیسو ورکړه د څانګې له لارې)

    ۵. د پیسو لیږدول

    ۶. د خپلکاره صرافۍ څخه د نغدو پیسو ویستل (بې کارته راکړه ورکړه)

    ۷. د پیسو غوښتنه کول

    ۸. سکن کړئ او پیسې ورکړې  


    د لا زیاتو لارښونو په موخه، د پیرودونکو د خدمتونو (۱۵۱۵) شمیرې سره اړیکه وکړئ یا زموږ له نږدې څانګې څخه لیدنه وکړئ یا "له موږ سره اړیکه" برخه کې پیغام را و استوئ؛ زموږ کاري ملګري به تاسو سره له یوې کاري ورځې وروسته اړیکه ټینګه کړي او تاسو ته به لارښوونه وکړي.

اړیکه

د هرډول مرستې په پار زمونږ سره اړیکه وکړئ


بريښنالیک
customerservice@azizibank.af

ټیلیفون
+93 (0) 701 80 15 15 (نړیوال)
15 15 (کورنۍ)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.