د لڼډو کوچنیو
مالوماتو تګلاره (کوکي پالیسي) داسې بنسټ رامنځته کوي چې موږ (عزیزي بانک) لڼډ کوچني مالومات او ورته ټیکنالوژیانې د انټرنیټي پاڼې https://www.azizibank.com/.
اړوند کاروي. د لڼډو کوچنیو
مالوماتو دا تګلاره د ۲۰۲۱ ز کال د جون له لومړۍ
نیټې څخه د پلي کیدو وړ ده.
موږ په عزیزي بانک کې، پوهیږو چې ستاسو محرمیت ستاسو لپاره اړین دی او ژمن یو چې د کارول شویو
ټیکنالوژیو په اړه راڼه و اوسو. د لڼډو کوچنیو
مالوماتو تګلاره روښانه کوي چې څنګه او ولې لڼډ کوچني مالومات او ورته
ټیکنالوژي (په ټولییز ډول "لڼډ کوچني
مالومات او نور ځای موندونکې ټیکنالوژي") ستاسو په وسیله کې زیرمه او لاسرسی ورته کیدای شي کله چې تاسو زموږ انټرنیټي پاڼهکاروئ یا لیدنه ترې کوئ. د لڼډو کوچنیو
مالوماتو تګلاره باید زموږ د انټرنیټي پاڼې د محرمیت له تګلارې سره یوځای ولوستل شي. زموږ له
سایټونو د لیدنې یا کارونې پر دوام سره ، تاسو منئ چې موږ د لڼډو کوچنیو مالوماتو تګلاره او نور ځای موندونکې ټیکنالوژۍ زیرمه کوو، او لاسرسی ورته کوو لکه څنګه چې د لڼډو کوچنیو مالوماتو پدې تګلاره کې روښانه شوي دي.
مهرباني وکړئ د لڼډو کوچنیو مالوماتو
برخه ولولئ ترڅو د لڼډو کوچنیو مالوماتو او ډولونو په تړاو یې په لا ډیرو معلوماتو پوه شئ.
مهرباني وکړئ زه څنګه د لڼډو کوچنیو مالوماتو کارول فعال/غیر فعال کړم برخه ولولئ ؟ د لڼډو کوچنیو مالوماتو په تړاو د خپلو ټاکنو د سمبالښت د څرنګوالي په
پار.
د لڼډو
کوچنیو مالوماتو په اړه
لڼډ کوچني مالومات(کوکي پالیسي) څه شی دي؟
لڼډ کوچني مالومات هغو لڼډو کوچنیو
مالوماتو ته ویل کیږي چې ستاسو د ویب
براوزر، پروسیسر په حافظه یا ستاسو د کمپیوټر یا ګرځنده ټیلیفون هارډ ډرایو کې د ویب پاڼې سرور لخوا کله
چې تاسو ویب پاڼه ګورئ، ساتل
کیږي. د براوزر په حافظه کې د لڼډو کوچنيو مالوماتو د ځای پر ځای
کولو لپاره، په انټرنیټي
پاڼه کې له نورو
کوډونو سره سره یو کوچنی کوډ سنیپټس ځای په ځای شوی. لکه څنګه چې ستاسو
براوزر انټرنیټي
پاڼه باروي، دا کوډ سنیپټس هم د براوزر په حافظه کې د لڼډو کوچنیو مالوماتو ځای پر ځای کول ترسره کوي. لکه څنګه چې تاسو لټون کوئ، لڼډ کوچني مالومات د دې انټرنیټي
پاڼې د کارولو څرنګوالي په اړه معلومات راټولوي او ذیرمه کوي د بیلګې په توګه، هغه وسیله چې تاسو یې د لپټاپ/ ګرځنده ټیلیفون یا ټابلیټ په بڼه کاروئ، د براوزر ډول او د هغې نسخه، عملیاتي سیسټم، کومې پاڼې چې ترې لیدنه
شوې، په سایټ کې چې کوم وخت تیر شوی او داسې نور. راټول شوي معلومات بیرته د انټرنیټ له لارې انټرنیټي پاڼو سرورونو ته د ډیټا بایټونو په بڼه لیږل کیږي او په ورته سرور کې د لڼډو کوچنیو مالوماتو پیژندونکو پر وړاندې ساتل کیږي. ډومینونه د خوندي ساکټونو د لایې (SSL)
لخوا تصدیق شوي دي او له همدې امله د معلوماتو
لیږد په کوډ شوي او خوندي بڼه ترسره کیږي. دا لڼډ کوچني مالومات هغه معلومات نه راټولوي چې تاسو پیژني د بیلګې په ډول هیڅ شخصی څرګندیدونکي معلومات PII)) یا کوم
بل حساس معلومات لکه د پیسو ورکړې معلومات د دې لڼډو کوچنیو مالوماتو له لارې راټول شوي نه دي. ټول معلومات د لڼډو کوچنیو مالوماتو لخوا راټول شوي او له همدې امله پټ/ناڅرګند دي. دا معلومات د ګڼو موخو لپاره کارول کیدای شي،
لکه ستاسو لپاره د انټرنیټي
پاڼې برابرول، تاسو سره د انټرنیټي پاڼې په پرمخ بیولو
(چلولو) کې په اغیزمنه توګه مرسته کول، ستاسو د لټون
تجربې ته وده ورکول، او ستاسو د خوښې او ننوتولو معلومات ذیرمه کول.
۱. اړین او غیر اړین لڼډ کوچني مالومات
لڼډ کوچني مالومات د
"اړین"
یا "غیر اړین"
په ډول ډلبندي کیدای شي.
·
اړین لڼډ کوچني مالومات:
o
یوازې د یوې شبکې له لارې د مخابراتو د لیږد یا اسانتیا لپاره کارول کیږي؛ یا
o
د یوه آنلاین خدمت چمتو کولو په موخه سخت اړین دی (د بیلګې په توګه زموږ انټرنیټي پاڼه یا زموږ په انټرنیټي پاڼه کې خدمت) چې تاسو یې غوښتنه کړې.
·
غیر اړین لڼډ کوچني مالومات:
o
لڼډ کوچني مالومات د اړینو لڼډو کوچنيو
مالوماتو په تعریف کې نه راځي، لکه لڼډ کوچني مالومات چې په انټریټي پاڼه کې ستاسو د چلند د شننې په موخه کارول کیږي (شنونکي لڼډ کوچنی
مالومات) یا لڼډ کوچنی مالومات چې تاسو ته د خبرتیا ښودلو په پار کارول کیږي (’خبرتیایي ‘لڼډ کوچني مالومات).
۲. موده
یي او دایمي لڼډ کوچني مالومات
لڼډ کوچني
مالومات د "موده یي" یا "دایمي" په توګه ډلبندي کیدای شي چې ستاسو په براوزر کې له ځای پر ځایولو وروسته په دوام پورې
تړاو لري.
·
موده یي لڼډ کوچني مالومات:
مؤقتي لڼډ کوچني مالومات تر هغه پورې دوام کوي چې تاسو خپل براوزر پرانیستی وساتئ. تر هغې چې تاسو خپل براوزر پرانیستی وي، نه ختمیږي.
·
دایمي لڼډ کوچني
مالومات:
دایمي لڼډ کوچني
مالومات په ټاکلي وخت ختمیږي یا یې تاسو په لاسي ډول له خپل براوزر څخه وران (ختم) کړئ، هر یو چې لومړی پیښ شي. د دایمي لڼډو کوچنيو
مالوماتو ختمیدل
په هغې موخې پورې چې د هغې په پار رامنځته شوي دي، تړاو لري. او پاتې کیدنه یې تر هغې
شونې ده ترڅو هغه پاڼه/سایټ چې له لارې یې یاد معلومات ځای پر ځای شوي وي، شتون لري.
۳. د لومړي او دریمګړي لڼډ کوچني مالومات
لڼډ کوچني مالومات د
"لومړي" یا "دریمګړي"
په توګه ډلبندي
کیدای شي.
·
د لومړي کس لڼډ کوچني مالومات:
دا هغه لڼډ کوچني مالومات دي
چې زموږ د انټرنیټي پاڼې د ډومین لخوا ستاسو په کالي (وسیله) کې
ساتل شوي.
دا لڼډ کوچني مالومات هغه معلومات دي چې ستاسو د (کالي) وسیلې له لارې د دریمګړي (ملګري) انټرنیتي پاڼې د ډومینونو لخوا ساتل شوي وي چې د شنونکو معلوماتو د راټولولو په موخه کارول کیږي لکه لیدل شوې پاڼې، لږول شوی وخت، تڼۍ کیکاږل او
داسې نور. د دریمګړي لڼډ کوچني مالومات کولای شي د هغو شرکتونو څخه وي چې موږ ورسره کار
کوو، د ټولنیزو رسنیو انټرنیتي پاڼې، د لټون انجنونه، د خبرتیاو شبکې او د سوداګرۍ ملګري (شریکان). دا تګلاره هغو سایټونو ته نه غزول کیږي او عزیزي بانک د دریمګړې انټرنیټي پاڼې څخه ستاسو لخوا د ځای پر ځای شویو لڼډو کوچنيو
مالوماتو او هغه معلومات چې دلته راټول شوي مسؤل نه دی. که تاسو غواړئ د دوی د لڼډو کوچنیو
مالوماتو د تګلارې په اړه نور معلومات ولرئ یا د دې لڼډو کوچنيو
مالوماتو څخه بهر شئ، نو بیا موږ له تاسو غوښتنه کوو چې د اړوند دریمګړي کس د لڼډو کوچنیو
مالوماتو د تګلارې څخه لیدنه وکړئ.
د لڼډو کوچنیو مالوماتو ډلبندي:
پدې انټرنیټي پاڼه کې چې د کوچنیو لڼدو
مالوماتو کوم ډول کارول کیدای شي
د ۱ څخه ۴ ډلو ډلبندي
کیدای شي: خورا اړین، ترسره کونه، کړنه او بازار موندنه.
لاندې برخه د لڼډو کوچنیو مالوماتو، ډلبندي، موخه او بیلګې روښانه کوي چې عزیزي بانک یې کاروي. زموږ د انټرنیټي پاڼې له کارولو سره، تاسو د ویل شوې موخې په پار د
لڼډو کوچنیو مالوماتو له ځای پرځای کولو سره
همغږي یاست.
۱. خورا اړین لڼډ کوچني مالومات:
دا لڼډ کوچني
مالومات اړین لڼډ کوچني
مالومات دي او د سایټ د
لومړنۍ کړنې د ډاډ لپاره اړین دی. دا لڼډ کوچني مالومات تاسو ته اجازه درکوي چې د سایټ کړنې وکاروي او د سایټ خوندي برخو ته لاسرسی ومومئ چې
د ننوتنې کره توب ته اړتیا لري. د دې لڼډو کوچنیو مالوماتو خدمتونه ستاسو له غوښتنې پرته چمتو کیدای نه شي. دا د مودې پر بنسټ لڼډ کوچني مالومات دي.
۲. د ترسراوي لڼډ کوچني مالومات:
دا لڼډ کوچني
مالومات د سایټ د ترسراوي د پوهیدا لپاره کارول کیږي ځکه چې کارونکی د سایټ سره اړیکه لري او د سایټ د ښه والي او ترسرتوي د ډاډمنولو
په موخه د اړینو پرمختګونو د پوهیدو په پار له موږ سره مرسته کوي. دا لڼډ کوچني مالومات پټ (ناڅرګند) معلومات راټولوي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لیدونکي نه څرګندوي. د دې لڼډو کوچنيو
مالوماتو کارول د انټرنیټي پاڼې د ترسراوي په
پرمختګ پورې تړلي دي او دا د خبرتیا او بازارموندنې په موخه نه کارول کیږي. دا ډول لڼډ کوچني مالومات دایمي لڼډ کوچني
مالومات دي.
۳. د کړنې لڼډ کوچني
مالومات:
لڼډ کوچني مالومات د لیدونکي د خوښولو او ټا غوراویو د یادولو په موخه کارول کیږي. دا د کاروونکي د ټولیزې تجربې په پار چې زموږ سایټ کاروي، هم
کارول کیږي. دا لڼډ کوچني
مالومات موږ ته اجازه راکوي چې د ټاکل شوي ترسراوي او غوره توبونو پربنسټ د لیدونکي لپاره تجربه تنظیم کړو. دا پټ (ناڅرګند) معلومات دي او د دې کارول د کاروونکي د تجربې
په ودې او په کومه بله انټرنیټي
پاڼه کې د کاروونکي د
لټون نښو په
څارلو پورې تړاو لري. دا لڼډ کوچني مالومات په ماهیت کې هم دایمي
معلومات دي.
۴. د
بازار موندنې لڼډ کوچني مالومات:
دا لڼډ کوچني
مالومات دایمي لڼډ کوچني
مالومات دي او په ځانګړي توګه د لیدونکي څخه د معلوماتو
راټولولو او اړوندو خبرتیاو د ښوولو لپاره کارول کیږي. دا لڼډ کوچني مالومات له ورته ټیکنالوژیو سره یوځای د آنلاین خبرتیاو په موخه د ننوتنې د
نښې په بڼه کارول کیږي. دا په ټولیز ډول د دریمګړي لڼډ کوچني
مالومات دي. د دې لڼډو کوچنیو مالوماتو په نه شتون کې، شونې ده لیدونکي لږ اړوند پرلیکه منځپانګې (جزئیات) وګوري. دا لڼډ کوچني مالومات هم په ماهیت کې دایمي بلل
کیږي.
د شته لڼډو کوچنیو مالوماتو حذفول:
د لڼډو کوچنیو
مالوماتو د ورانولو په پار چې دمخه ستاسو په براوزر کې ځای پرځای شوي وي، اړینه ده تاسو د خپل لټون د نیټې د پاکولو په موخه ټاکنه غوره کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې کله تاسو ورته کړنه ترسره کوئ د لڼډو کوچنیو مالوماتو د پاکولو یا ورانولو ټاکنه هم شتون لري.