عزیزي بانک (همدا بانک) د خپلو پیرودنکو شخصي معلوماتو د خصوصیت، محرمیت او امنیت په پام کې نیولو سره د خپلو پیرودونکو هیلې څرګندوي چې له بانک سره میشت دي. د پیرودونکو شخصي معلوماتو خوندي ساتل او یوازې په بانک پورې اړوندو کړنو لپاره کارول او د هغې د ناسم استعمال مخنیوی د بانک لومړیتوب دی. بانک د محرمیت پالیسي منلې ده چې موخه یې د پیرودونکو لخوا وسپارل شوي او افشا شوي شخصي معلوماتو خوندي کول دي ["همدا تګلاره"]. دا تګلاره هغه لاره سمبالوي چې پکې بانک شخصي معلومات او حساس شخصي مالومات یا ډټا راټولوي، کاروي، افشا کوي، ذخیره کوي، خوندي کوي او سموي.
تعریفونه
"شخصي معلومات" پدې مانا، هر هغه
معلومات چې په یو طبیعي شخص پورې اړه
لري، کوم چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د نورو معلوماتو سره ترکیب شوي وي یا شونې وي چې د بانک سره شتون
ولري، د داسې شخص پیژندلو وړ دی.
·
پټنوم(رمز)؛
·
مالي معلومات لکه
بانکي حساب یا کریډیټ کارډ یا ډیبیټ کارډ یا د پیسو ورکړې نور (کاليو) وسایلو معلومات؛
·
د فزیکي، رواني او ذهني روغتیا وضعیت؛
·
جنسي لارښوونه
·
طبي ثبتونې او تاريخ؛
·
بایومیټریک معلومات؛
·
پورتني مادې پورې
اړوند هر ډول مالومات چې د خدمتونو چمتو کولو لپاره د کس شرکت ته ورکړل شوي؛
·
هر هغه معلومات چې د
پورتنۍ مادې لاندې د کس د شرکت لخوا د پروسس کولو په پار زیرمه شوي، ساتل شوي یا د قانوني تړون لاندې پروسس شوي یا بل ډول.
په دې شرط چې هر هغه معلومات، په خپلواکه توګه په عامه برخه یا کوم بل قانون کې د پلي کیدو وړ وي، د لاسرسي لپاره باید حساس شخصي معلومات یا د دې تګلاري د موخو لپاره مالومات په پام کښې ونه نیول شي.
پلي کول
دا پالیسي شخصي معلوماتو او حساس شخصي معلوماتو یا معلوماتو ته د بانک
یا د هغې د ملګرو لخوا راټول شوي په مستقیم
ډول د پیرودونکي یا د بانک آپرلیکو (آنلاین) برخو، ګرځنده کاریالونو او بریښنایی اړیکو له لارې پلي کیږي او همدارنګه د بانک سرور لخوا د پیرودونکي براوزر
څخه راټول شوي معلوماتو له لارې پلي کیږي.
د ټولولو
موخه او د شخصي مالوماتو کارونه
بانک له خپلو پیرودونکو مالي او نور شخصي مالومات ټولوي
او کاروي يې. دا مالومات ټولیږي او بیا د څرګندو سوداګریزو موخو په پار یا د نورو
اړوندو موخو چې د بانک لخوا جوړې شوي یا د یوې قانوني موخې لپاره چې دنافذه
قوانینو او مقرراتو سره سم تطبیق شي.
کارونکي عزیزي بانک ته اجازه ورکوي، جزییاتو پورې اړوند ټول معلومات او د کاروونکي شرکتونو/
بانکونو/ مالي بنسټونو/ پورونو څانګې / ادارې/ د راکړې ورکړې تاریخچه، هره مخابراتي یا بریښنایی چاڼیزه شبکه کې برخه اخیستل، لکه څرنګه چې د قانون، دودیزې کړنې، د پور راپور ورکول، احصایوي تحلیل او پور نمره ورکول، تایید یا د خطر مدیریت یا د پورته یاد
شوي موخو څخه کوم چې عزیزي بانک د دې معلوماتو کارولو یا افشا کولو لپاره مسؤل نه
وي. ټول راټول شوي معلومات د اړونده قانوني موخو لپاره کارول کیږي چې د بانک ګڼو کړنو یا خدمتونو پورې اړوندو کړنو سره تړاو لري چې کارونکی ورسره علاقه لري، او / یا د محصول / غوښتل شوي/ وړاندیز شوي خدمتونو لپاره علاقمندې ښودل شوې
وي بانک ته د کارونکي د تاییدونې وړتیا ورکوي، د کورنیو/ قانوني / تنظیمونکو اړتیاو سره سم پروسسي
غوښتنلیکونه، غوښتنې، راکړې ورکړې او/ یا ریکارډونه
ساتي او د کاروونکي غوره شوني خدمتونه / محصولات چمتو کولو لپاره هم کارول کیږي او
همدارنګه د عزیزي بانک ګټې خوندي کوي.
د شخصي مالوماتو رښتیا والی چې د پیرودونکو لخوا چمتو
شوی مسوولیت یې د بانک پر غاړه نه دی.
هر مالومات چې په خپلواک ډول په عامه سیمه کښې شتون ولري
یا په لاسرس کښې وي یا په ورته وخت کښئ کوم بل پلي کیدونکی قانون د شحصي مالوماتو
په توګه د دې موخې د کړنلارې لپاره و نه شمیرل شي او بانک ورته مسلې ته مسوول نه
وي.
ډ شخصي مالوماتو ښودنه
·
حقوقي اړتیاو سره سم تایید یا له قانوني بهیر سره سم ترسره شي؛
·
عزیزي بانک یا له بانک سره تړلیو شرکتونو، حقونو، ګټې یا ملکیت ساتنه
·
د محصولاتو یا خدمتونو مقررات او شرایط پلي کول؛ یا
·
د عزیزي بانک،ړبانک پورې تړلو شرکتونو، یا غړو، بنسټ ایښودونکو یا نورو کسانو د خوندیتابه لپاره کړمې ترسره کوي.
پیرودونکي باید بل چاته، د عزیزي بانک هر ډول معلومات یا د هغې اړوند شرکتونو پورې کوم معلومات د
ویب پاڼې له لارې د خدمتونو ترلاسه کولو په بهیر کې افشا نه کړي. د دې
مکلفیت په ترسره کولو کې پاتې راتلل
به له دې شرایطو څخه جدي سرغړونه وبلل شي او د عزیزي بانک
یا د هغې اړوند شرکتونو ته به دا حق ورکړي چې خدمتونه له کوم تاوان پرته له وړاندې قضاوت کولو څخه
وباسي، چې پیرودونکي ممکن بل ډول مستحق وي.
مناسبې امنیتي کړنې او کړنلارې
د شخصي معلوماتو امنیت یو لومړیتوب دی او د فزیکي، بریښنایی او کړنلاري ساتندوی (محافظ) ساتلو د پلي کونکو قانونونو سره سم خوندي کوي. بانک باید د پیرودونکي شخصي معلوماتو د ناسم کارونې او خرابیدو (ورکیدو) ، غیر مجاز لاسرسي،
تعدیل یا افشا کیدو څخه د خوندیتابه لپاره مناسب ګامونه پورته کړي. بانک خپل امنیتي
سیسټمونه ساتي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د پیرودونکي شخصي معلومات په مناسب ډول
خوندي دي او د معلوماتو د لیږد لپاره شته څارل شوي
معیاري نورمونه تعقیبوي. بانک ډاډ ورکوي چې خپل کارکونکي او دوی پورې تړلي د بانک لخوا هر ډول
شخصي معلوماتو محرمیت ته درناوی لري.
دا https://www.azizibank.af ویب پاڼه (”ویب پاڼه") او اړونده کاریال (د انټرنیټي بانکوالۍ، ګرځنده بانکوالي) مالکیت له عزیزي بانک سره دی او
اداره کوي یې (مونږ ته راجع شوي او وروسته بیا زموږ
لخوا هم په ګوته شوي. "مونږ ته" موږ
"یا" زموږ ").
پرلیکه (آنلاین) محرمیت تګلاره ("تګلاره") ټولو لیدونکو، کاروونکو او نورو باندې پلي کیږي چې ویب پاڼې /کاریال (اپ) / ته لاسرسی لري یا کاروي او/ یا کوم معلومات وړاندې کوي (وروسته بیا
د "کارونکي" په توګه راجع کیږي او همدارنګه د "تاسو" یا
"ستاسو" لخوا ورته اشاره شوې وي). د ویب پاڼې /کاریال (اپ)/ ته لاسرسی او کارول
او د هر ډول معلوماتو سپارل د تګلارې سره تړاو لري. له تاسو په مهربانۍ غوښتنه کیږي چې د
ویب پاڼې/کاریال (اپ)/ کارولو دمخه د دې تګلارې ټکې په غور سره ولولئ او هر ډول معلومات په هر ډول چې وي ویې سپارئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ویب پاڼې/کاریال (اپ)/ کارول د نورو
شرایطو تابع دي، لکه د کارونې شرایط او مقررات او په ویب پاڼې /کاریال (اپ)/ کې شته خبرتیاوې.
بانک د کارونکي محرمیت ته درناوی لري او ژمن دی چې د معلوماتو خوندیتابه لپاره مناسب احتیاطي ګامونه پورته کړي چې زموږ د ویب پاڼې /کاریال/ اپلیکیشن کارونکي
معلومات او حساس شخصي معلومات په ګډون د ټولو
قانوني، مقرراتو او/ یا د تړون سره سم پټتیا (محرمیت) پورې اړوند
مسؤلیتونه ترسره کړي. دا تګلاره هغه لارښونې او کړنلارې پوښي چې د اړتیا سره سم د سوداګرۍ په عادې بهیر کې د پلي کیدونکي قانون/ مقرراتو سره
سم د کاروونکي د شخصي معلوماتو راټولول، پروسس کول، ذخیره
کول، کارول، لاسرسی او افشا کول تر تعقیب لاندې ونیسي.
د دې تګلارې تر پوښښ لاندې معلومات
دا تګلاره په هغه معلوماتو پلي کیږي چې د شخصي معلوماتو په ګډون د بانک لخوا راټول شوي او پروسس شوي دي. د دې تګلارې د موخې په پار، هر هغه معلومات چې په طبیعي شخص پورې اړه و لري د شخصي معلوماتو په مانا دي، چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مشخص کولو وړ دي، چې د طبیعي شخص په شخصیت، ځانګړتیا، اخلاق، یا کوم بلې ځانګړتیا پورې اړه لري، یا د ورته ځانګړتیاو هر ډول
ترکیب، یا د ورته ځانګړتیاو هر ډول ترکیب له کوم شته مالومات سره، یا شونې ده د یو انفرادي شرکت سره شتون ولري چې د داسې کس د پیژندلو وړ دی. شونې ده موږ هغه معلومات هم
راټول کړو چې کارونکی یې زموږ په ویب پاڼه/کاریال/اپ باندې په عامه فضا کې پوسټ کوي یا په بانک پورې اړوند له دریم ځای څخه د ټولنیزو رسنیو په سایټ کې پوسټ کوي، د کارونکي په اړه
ډیموګرافیک (شمیر اړوند) معلومات، یا کوم بل
معلومات چې د کارونکي لخوا چمتو شوی وي زموږ د
ویب پاڼې /کاریال/ اپلیکیشن کارول. بانک شونې ده دا د یوې شمیرنې د برخې په توګه راټول کړي. کله چې تاسو زموږ
ویب پاڼه /کاریال/ اپلیکیشن کاروئ، نو شونې ده موږ د "کوکیز" له لارې معلومات
راټول کړو. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ کوم معلومات چې
په خپلواک ډول په عامه سیمه کې شتون ولري یا د لاسرسي وړ وي باید د شخصي معلوماتو په توګه ونه ګڼل شي. کارونکي د دې وسیلې د براوزر تنظیماتو (جوړونو) د بدلولو سره د کوکیز په غیر فعالولو / ورانولو کښې خپلواک دي. عزیزي بانک د
کومې بلې ویب پاڼې لخوا د کاروونکو/کارونکي په وسیله کې د ځای پر ځای شوي کوکیز او هلته د ټول شوي معلومات مسؤل نه دی.
بانک د تګلارې د سمون حق بیرته
راګرځوي او شونې ده وخت په وخت دغه تګلاره بدله کړي او په خپله ویب پاڼه کې یې د
دې سره سم تازه (نوي) کړي.
د اړیکې معلومات
په بانک کې د شخصي معلوماتو اړوند هرې ستونزې یا شکایت ته د رسیدو لپاره، پیرودونکی زموږ له نږدې څانګې څخه لیدنه او هلته شکایت کولای شي یا دې موږ ته په ۱۵۱۵ شمیرې ټلیفون وکړي او یا دې موږ ته په complaints@azizibank.af
بریښنالیک را واستوي هغه هم په مناسب وخت کې چې په پلی کیدونکو قوانینو کې برابر شي.